ننګرهار کښې د بوټو کینولو پسرلنی کمپاین پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126832-ننګرهار_کښې_د_بوټو_کینولو_پسرلنی_کمپاین_پیل_شو
چارواکي وایي سږ کال به په ننګرهارکې یو ملیون بېلابېل ډوله  بوټې کینول شی
(last modified 2023-01-25T20:56:18+00:00 )
Jan 26, 2023 01:23 Asia/Kabul

چارواکي وایي سږ کال به په ننګرهارکې یو ملیون بېلابېل ډوله  بوټې کینول شی

په ننګرهارکې د باختر دولتي اژانس مدیر قریشی بدلون چې د ولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوې وایي په ننګرهارکې د بوټو کینولو پسرلنې کمپاین د جلال اباد عامه کتابتون په انګړ کې د ننګرهار د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو او اطلاعاتو او کلتور ریسانو له لورې دبوټې په کینولوسره پېل شو.

قریشي بدلون وویل: په پام کې ده چې سږ کال به په ټول ننګرهارکې په دولتي کچه یو ملیون بېلابېل بوټي کینول شي.

دباختر دولتي اژانس  مدیر وویل په عامه او سپیڅلو ځایونو کې به په وړیا توګه بوټی کینول شي او د کرنې ریاست اړوند دبوټونو په روزنځایونوکې چې سږ کال پکښې د تیر په پرتله دیرش سلنه زیات بوټي روزل شوي، د ننګرهار ولایت استوګنو ته د اړتیا وړ بوټي له بازار نه په ټیټه بیه ورکړې شي.

اټکل کیږي چې خصوصي سکتور او په انفرادي توګه هم خلک په زرګونو ښکلایز ، میوه لرونکي او بې میوې بوټي کینوي. په ننګرهارکې هر کال ملیونونه بوټي کینول کیږي خو دنه پاملرنې له امله یې ډیره برخه بیرته وچیږي او له منځه ځي. دکرنیزو چارو کارپوهان دبوټوکینولو په پرتله دهغې پالنه مهمه بولې او له خلکو غواړي چې کینول شویو بوټو  روزنې ته سمه پاملرنه وکړي.