د سعودي له بندخونو ۳۱۴ افغان بندیان ازاد شول
Jan 26, 2023 11:12 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سعودي عربستان په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف تبوک او یو شمېر نورو زندانونو کې یې ۳۱۴ افغان بندیان ازاد کړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سعودي عربستان په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف تبوک او یو شمېر نورو زندانونو کې یې ۳۱۴ افغان بندیان ازاد کړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې هېواد ته د ستنیدو په موخه به له بند څخه ازاد شویو افغانانو ته زمینه برابر کړي، خو نوموړې د یادو کسانو د نیول کېدو لامل ندی روښانه کړی.
ډیری افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ پر مهال د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله بندیان کیږي.
ټیګونه