افغانستان کې اورښتونو له امله د ګڼ شمېر ولایتونو لارې تړل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127030-افغانستان_کې_اورښتونو_له_امله_د_ګڼ_شمېر_ولایتونو_لارې_تړل_شوي
د ا.ا سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، له تېرې ورځې راهیسې د زیاتو اورښتونو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ترمنځ غځیدلې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
(last modified 2023-01-29T08:50:24+00:00 )
Jan 29, 2023 13:19 Asia/Kabul
  • افغانستان کې اورښتونو له امله د ګڼ شمېر ولایتونو لارې تړل شوي

د ا.ا سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، له تېرې ورځې راهیسې د زیاتو اورښتونو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ترمنځ غځیدلې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

 

د ا.ا سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، له تېرې ورځې راهیسې د زیاتو اورښتونو له امله د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ترمنځ غځیدلې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ورېدو له امله د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بندې شوي دي، خو په بامیان ولایت کې له یادو لارو پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي.

ده ویلي چې د افغانستان په سالنګونو کې هم له تېرې ورځې د واورې ورښت جریان او په خبره یې دغه لویه لار د ټېلري موټرو پرته د نورو ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې پرون او نن یکشنبه د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی و.