خلک: افغانستان کې یو پاسپورټ په درې زره ډالره جوړیږي
په افغانستان کې سیمه ایزو رسنیو د خلکو له خولې لیکلي چې په تور بازار کې یو پاسپورټ په ۳ زره امریکایي ډالره جوړیږي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا یاد پاسپورټونه جعلي بللي.
په افغانستان کې سیمه ییزو رسنیو د خلکو له قوله لیکلي چې په تور بازار کې یو پاسپورټ په ۳ زره امریکایي ډالر جوړیږي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا یاد پاسپورټونه جعلي بللي.
څه باندې پنځه میاشتې کیږي چې د افغانستان په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډول شوی دی او د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځنډېډو لامل تخنیکي ستونزې بولي.
خو په افغانستان کې د سلام وطندار په نوم رسنۍ د کابل یوشمېر اوسېدونکو له قوله لیکلي چې د کابل ښاریان د پاسپورټ وېش بهیر د ځنډیدو څخه شکایت کوي او وايي، تور بازار کې یو جلد پاسپورټ په ډېره لوړه بیه پلورل کېږي.
دوی د کابل یوه اوسېدونکي الیاس له قوله ویلي: «څو چې پیسې ور نهکړې، پاسپورټ نشي اخیستلی، هغه هم تور بازار کې، نرخ یې څو برابره لوړ دی. له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو دی چې خلک یې د اخیستلو توان نهلري او موږ غواړو چې د پاسپورټ د وېش بهیر بېرته پیل شي.»
له دې سره د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په ناقانونه توګه د پاسپورټ وېشلو ادعاووې ردوي او وايي، کوم پاسپورټونه چې بازارونو ته وړاندې کېږي، جعلي دي.
د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن سلاموطندار ته وویل: «د پاسپورټ وېش بهیر کې روڼتیا رامنځته شوې او موږ هڅه کوو چې روڼتیا نوره هم ښه شي او هغه کسان چې د فساد او جعل خبره کوي، دوی جعلکاران دي او دغه پاسپورټونه دې ادارې سره ثبت نه دي.»
دا داسې مهال دی چې د طالبانو په واکمنېدو سره، د پاسپورت ترلاسه کولو غوښتنې ډېرې شوي، خو د وېش پروسه یې څو ځله ځنډول شوې ده.