ډنمارک افغان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو زمینه برابروي
وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لورې په میرمنو او نجونو د کار او زده کړو بندیزونه ولګیدل، تازه ډنمارک هېواد اعلان کړی چې له یادو برخو څخه زیانمنو میرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.

په راپورونو کې راغلي چې د اروپایي ټولنې د پناه ورکولو ادارې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د خپل راپور موندنې د ډنمارک د کډوالۍ له شورا سره شریکې کړي دي.
د اروپایي ټولنې دغې کمېټې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو حکومت له خوا د دوی په ټکو زیاتېدونکی فشار د اندېښنې وړ بللی دی.