ننګرهار کې د ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې
Feb 01, 2023 10:53 Asia/Kabul
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر څخه په را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د جوړولو او یو بل د پاکولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر څخه په را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د ۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو زابر د جوړولو او یو بل د پاکولو چارې پیل شوې.
په خبر کې ویل شوي یادې پروژې د WFP په مالي لګښت او د FGA په تخنيکي همکارۍ ترسره کیږي چې ۱۹۲ متره زابر به نوی جوړ او د ۳۲۴۰ متره په اوږدوالي په دویم زابر پاک شي.
یادې پروژې چې د نهه میاشتو په موده کې به بشپړې شي، په ترڅ کې به یې ۲۴۷ تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
ټیګونه