پاکستان: ملا هبت الله دې پاکستاني طالبان کنټرول کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127398-پاکستان_ملا_هبت_الله_دې_پاکستاني_طالبان_کنټرول_کړي
د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شريف یوه نږدې سلاکار فیصل کریم کنډي ویلي چې د پاکستان پلاوی به د طالبانو له مشر وغواړي څو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه کنټرول او مخنیوی یې وکړي.
(last modified 2023-02-05T04:53:48+00:00 )
Feb 05, 2023 08:25 Asia/Kabul
  • پاکستان: ملا هبت الله دې پاکستاني طالبان کنټرول کړي

د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شريف یوه نږدې سلاکار فیصل کریم کنډي ویلي چې د پاکستان پلاوی به د طالبانو له مشر وغواړي څو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه کنټرول او مخنیوی یې وکړي.

د پاکستان حکومت افغانستان ته د يوه پلاوي د استولو خبر ورکړی، څو په وینا یې د طالبانو مشر ملا هبت ا...اخندزاده سره وویني او طالبان د پاکستاني طالبانوکنټرولولو ته وهڅوي.

د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شريف یوه نږدې سلاکار فیصل کریم کنډي ویلي چې د پاکستان پلاوی به د طالبانو له مشر وغواړي څو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه کنټرول او مخنیوی یې وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې پلاوی به ېې په دې اړه مستند اسناد هم ورسره یوسي او ملا هبت ا... سره به شریک کړي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعاوې رد کړې وې. معلومه نه ده، چې دغه پلاوی کله افغانستان ته سفر کوي .