عربستان په افغانستان کې خپل سفارت بند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127466-عربستان_په_افغانستان_کې_خپل_سفارت_بند_کړ
وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو  کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې  کړی دی،خو  وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم  پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم  دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل  کې د عربستان سفارت  دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي. 
(last modified 2023-02-06T03:11:36+00:00 )
Feb 06, 2023 03:41 Asia/Kabul
  • عربستان په افغانستان کې خپل سفارت بند کړ

وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو  کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې  کړی دی،خو  وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم  پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم  دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل  کې د عربستان سفارت  دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي. 

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان رسندویو راپورورکړی ، په کابل کې د عربستان د سفارت نولس کارکونکو  له کوم خاص توضیح پرته دغه سفارت  خالی کړی دی .په راپور کې وئيل شوي دي ،په کابل کې د عربستان  د سفارت ډيپلوماټان، د طالبانو دحکومت له خوا ددغې سیاسی نمایندګۍ  د میرمنو کارکونکو  دفعالیت  له منع کیدا وروسته  خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

همداراز په راپورونو کې وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو  کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې  کړی دی،خو  وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم  پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم  دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل  کې د عربستان سفارت  دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي. 

داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد پخپل یوه وروستي پیغام کې وئيلی دي ،  د عربستان د سفارت  کارکونکي د  لنډ مهاله روزنې لپاره خپل هیواد ته ستانه شوي دي او تر یوې اونۍ پورې به بیرته راستانه شي.