د افغانستان طالبان له سوریې او ترکیې سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127580-د_افغانستان_طالبان_له_سوریې_او_ترکیې_سره_مرسته_کوي
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د دغه هیواد د خلکو له بې وزلۍ سره سره د ترکیې او د سوریې له زلزله ځپلیو سره د مالي مرستې لپاره میلیونونو افغانۍ بیلې کړې.
(last modified 2023-02-07T23:18:54+00:00 )
Feb 08, 2023 01:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان له سوریې او ترکیې سره مرسته کوي

شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د دغه هیواد د خلکو له بې وزلۍ سره سره د ترکیې او د سوریې له زلزله ځپلیو سره د مالي مرستې لپاره میلیونونو افغانۍ بیلې کړې.

د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت پرون وویل د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره لس میلیونه افغانۍ د ترکیې له زلزله ځپلیو خلکو سره او پینځه میلیونه نورې افغانۍ هم د سوریې له زلزله ځپلیو سره مرسته کوي.

دغه وزارت وویل چې مونږ ترکیې او سوریې ته  د درملنې د ډلې او د ژغورنې او د مرستې د رسونې د ډلې د استولو په هدف سره تیارسی اعلان کړی دی.

په ترکیې او سوریې کښې دوو سختو زلزلو دغه دوه هیوادونه د پام په مرکز بدل کړي دي.