ترکیې ته د افغانستان د ښاریزو لیږدول دروغ دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو حکومت په زلزله ځپلیو سیمو کښې د کار لپاره ترکیې ته د افغانستان د ښاریزو د استولو خبر ناسم وباله.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل ښاریزو ته په یوه پیغام کښې د ترکیې په زلزله ځپلیو سیمو کښې د کار کولو لپاره د افغانانو د انتقالولو د اوازې په بې اساسه بللو سره وویل د کابل هوايي ډګر ته په ورتلو سره د ښار نظم ګډوډ نکړي.
ذبیح الله مجاهد وویل ځینو کسانو او رسنیو بې اساسه راپورونه خپاره کړي چې ګویا د کابل له هوايي ډګره خلک د هویت له اسنادو پرته ترکیې ته استول کیږي خو دغه اوازې حقیقت نلري.
د کابل د هوايي ډګر چارواکو هم د دغه هوايي ډګر د عکسونو په خپرولو سره وویل ترکیې د افغانستان د ښاریزو د انتقالولو لپاره هیڅ خارجي الوتکه نه ده راغلي او دا یوازې یوه اوازه ده.
ویل کیږي چې طالبانو د کابل د هوايي ډګر په لور د ګڼ شمیر خلکو له ورتلو وروسته په ډزو سره خلک تیت پرک کړل