Feb 12, 2023 12:05 Asia/Kabul
  • سراج الدین حقاني وایي، اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دوی حکومت ته په اشارې سره ویلي چې اوسنۍ وضعه د منلو وړ نده او پر اصلاحاتو یې ټینګار کړی دی.

سراج الدین حقاني وایي، اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دوی حکومت ته په اشارې سره ویلي چې اوسنۍ وضعه د منلو وړ نده او پر اصلاحاتو یې ټینګار کړی دی.

حقاني وويل: "نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه، خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی دی د ټول نظام چلنج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول، دا مو په مزاج کې بس یو ابتکار، یوه رایه او یو اساس جوړ شوی دی. االله دې زموږ نیتونه او اعمال اصلاح کړي دا حالات د برداشت نه دي."

هغه د دیني عالمانو او حافظانو د فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي چې د واک انحصار له امله دا حالات د زغملو ندي.

هغه وایي، نړۍ په دوی فشارونه لا زیاتوي، مجبوري او ټینګار یې کړی چې حکومت یې باید د خلکو پر وړاندې مسؤلیت ومني او باید د ولس د رانږدې کولو هڅې وشي.

 

ټیګونه