May 27, 2024 14:05 Asia/Kabul
  •  د تاریخ یو استاد وائي ؛صهیونزم د یهودیت دین زبیښلی دی

پارس ټو ډې – د استانبول  د پوهنتونونو دتاریخ استاد  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،  صهیونیسټان ددین زبیښاک کوي . دوی د یهود دین پلمه ګرځولی دی. ځکه چې د صهیونزم  لومړني رهبران او بنسټګر  زیاتره محلدان، آګنوسټیسیسټ  او یا دئیسټ دي او هیڅکله   کوم دین ته معتقد نه دي . په بله وینا صهیونزم  یوه فاشسټه آئيډیالوجي ده  چې یهودیت ئې زبیښلی دی.

  د تاریخ استاد او لیکوال اسلام اوزکان په استانبول کې  په روستیو کې له ایکنانیوز  خبری آژانس  سره په خبرو کې  د دینونو په تاریخ کې د فلسطین او قدس اهمیّت ته  په اشارې سره  وئيلي دي، د قدس له تاریخ سره بلدتیا اهمیّت لری او ددینونو  او مقدسو کتابونو په تاریخ کې ئې یوې برخې ته اشاره شوې ده.

اسرائيلیان  د دوه زره کلن پخواني تاریخ په استناد سره ځان ،د فلسطین د ټاټوبی خاوندان ګڼي.که څه هم ځ یني ماډرن صهیونیسټان همدا شان هیڅ تاریخ نه مني او د اسرائيلو پنځیدا د نیواکګرۍ او جنایتونو نتیجه ګڼي  له بده مرغه دغه شان  کسان د اسرآئيلو پر نیواکګرۍ په روښانه او جوت اعتراف سره سره، له یوې خوا وائي ، چې ا سرائيلی رژيم د یوه ناروا بچي په څیر نور د ژوند حق نه لري؛ او په دې توګه  د اسرائيلي رژيم په سیمې کې شتون  روابریښوي.

 هغه زیاته کړې ده ، فلسطین د یهودیانو او مسلمانانو ترمینځ کومه دیني مسئله نه ده څو  وغواړو، دا ددینونو دتاریخ له پلوه  وارزوو. نن سبا فلسطین یوه سیاسی مسئله ده او د یوه ټاټوبی د غصبولو او د خاورې دنیواک  موضوع ده . که څه هم نیواکګران هڅه کوي،دا یوه دینی موضوع تعریف کړي او فلسطین د یوه هغه موعود ټاټوبی وبریښوي چې خداوند  ئې یهودیانو ته وعده ورکړې ده.

اسلام اوزکان  ددې پوښتنې په ځواب کې د فلسطین مسئله د انسانی عدالت او حقوق له  منظره باید  څرنګه تحلیل او تعریف شي، ووئيل؛له حقوقي نظره، د فلسطین ټاټوبی  په ناحقه نیول شوی دی. د انساني عدالت له نظره هم د فلسطین لومړني اوسیدونکي په هغه ټاټوبی کې د خپل حیات حق له لاسه ورکړی دی او نیواکګرانو د هغوي ټاټوبی  خپل  وطن اعلان کړی دی او دا د انساني عدالت خلاف دی.

 هغه دغه راز ووئیل، حتی که وغواړو، قضیې ته په لازیات انسانی انداز سره وګورو، نو باید ووایوو چې د مونږ ادعا  دا نه ده چې قدس له مسلمانانو سره اړونده دی، بلکې وایوو،بلکې وایوو چې قدس د فلسطینیانو دی . سره له دې چې مسلمانان، یهودیان او یا مسیحیان وي؛ او لاښه ده  ووایو چې قدس د انسانانو دی.که نن سبا نیواکګران له دغه نیول شوي  ټاټوبی ووځي، د عثماني پړاؤ په شان  یهودیان به هم به قدس کې د اوسیدو حق  ولري . او هر دین خپل عبادتونه د خپل دین په اساس  ترسره کړي، لکه څنګه چې دحماس غورځنګ مشران هم کله د فلسطین په باب خبره کوي، نو وائي؛ قدس له مونږ  څخه دی ، کلیساګانې، کنیسه ګانې او جوماتونه د مونږ لپاره دی، قدس یوازې له مسلمانانو سره اړه نه لری. قدس د فلسطینیانو دی ، سره له دې چې مسلمانان، یهودیان  او مسیحیان وي ، مونږ هرکله  فلسطین آزاد کړ، نو دینونه به وتوانیږي ، دلته به آرام او آسانۍ سره خبل دیني اعمال ترسره کړي، او  هیڅوک به  د دوی په ایماني او دیني  آزادۍ کې د لاسوهنې هیڅ حق ونه لري.

دغه ترک تحلیلګر په دوام کې روښانه کړې ده،په بله وینا، فلسطین یوه داسې مسئله ده چې هر څو ک چې آزادي غواړي او انساني فکر ولرل شي، نو دې ته اهمیّت ورکوي.

 هغه د یهود دین په باب د صهیونیسټانو لیدتوګې ته په اشارې سره ووئيل  هغه ترټولو ښه ځواب چې دغې پوښتنې ته ځواب ورکولی شو، دا دی چې په حقیقت کې صهیونیسټانو دین زبیښي. دوي یهودي دین پلمه کړی دی، ځکه چې د صهیونزم لومړني رهبران او بنسټګران زیاتره ملحدان، اګنوسټيسیسټ او یا دئیسټ  دي او هیڅ دین ته  اعتقاد نه لري.

صهیونیسټان  نن سبا  پخپلو خبرو کې ځان دسیکولر بللو سره سره دائما د تورات آیتونه کاروي، او یا تلمود ته ئې وړاندې کوي چې د یهودیانو له مذهبی عقایدو څخه د صهیونیسټانو د ناوړه استفادې او دوه مخیتوب ښودنه کوي. دوي په توکمیز حاکمیّت پسې دي . په بله معنا ، صهیونزم  یوه فاشسټي آئيډیا ده  چې یهودیت ئې زبیښلی دی .  اسلام اوزکان یهودیانو ته د قرآن کریم د نظر به باب د ایکنانیوز  پوښتنې ته په ځواب کې  هم ووئيل،  قرآن  کریم یهودیان  د دوي دتوکم په خاطر نه محکوموي ، بلک ې له شریعّته د دوي  وتل   او  پر مځکې  فساد د دوي د رټل کیدا عامل ګڼي

حتی جالبه ده چې پوهه شو، د بقرې سورې په ۴۷ او ۱۲۲ آیتونو کې فرمائي ؛ یا بَنِی إِسْرائِیلَ اذْکُرُوا نِعْمَتِیَ الَّتِی أنْعَمْتُ عَلَیْکُمْ وَ أَنِّی فَضَّلْتُکُمْ عَلَى الْعالَمِینَ»   په دغه آیت کې خداوندمتعال له بنی اسرائیلو د هغو نعمتونو د یادولو غوښته کوي چې دوي ته ئې ډالۍ کړي دي  او په مختلفو آیتونو کې  ددغو نعمتونو د یوې برخې بیانولو ته مخه کړې ده او پر نړیوالو د یهودیانو او اسرائيلو د برلاسي ښودنه کوي، خو دغه برلاسی له هغه مخال سره اړوندیږي  چې احبارو او رهبانو، دین(أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ-۳۱/توبه) تحریف کړی نه ؤ او پر اخلاقي قواعدو ئې سترګې نه پټولې.خو ځکه چې قرآن کریم د بقرې سورې په ۶۵آیت کې د دوي په حق کې فرمائي؛ فَقُلْنَا لَهُمْ کُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِینَ»،  پر دې اساس له یهودیانو څخه  دقرآن کریم تعریف د دوي د توکم د رټلو  په خاطر  نه دی ،بلکې د دوي د اعمالو او چلندونو په خاطر دی .

 

ټیګونه