Jun 26, 2024 12:45 Asia/Kabul
  • د امریکا نوې بندیزونه د ایران د ولس په ضد اقتصادي جنګ دی

پارس تودی- په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازی او سفیر د ایران په خلاف د امریکا د خزانه داری د وزارت نوې بندیزونه، د ایران د خلګو په خلاف اقتصادي جنګ وبلل.

د امریکا د خزانه داری وزارت د سې شنبې په ورځ، د ایران له وسله والو ځواکونو او د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران سره، د اړیکو په پلمې او د پټې بانکدارۍ د پراخې شبکې د جوړولو په ادعا سره، په ۵۰ کسانو او ارګانونو باندې بندیزونه ولګول.

د پارس تودی له راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی سعید ایروانی د سې شنبې په ورځ د ایران په خلاف د امریکا د نویو بندیزونو په ظالمانه بللو سره، وویل: هغوی برید کوي او مونږ هم ورسره په تناسب کې دفاع کوو.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی زیاته کړه: هغه څه چي د دغه اقتصادي جنګ برخلیک ټاکي، د ارادې قدرت دی، نه د بندیزونو د لګولو وړتیا.

د امریکا حکومت د برجام د ایټمي نړیوالې موافقې د عملي کېدو له لومړیو ورځو سره سم، خپلې کار ړنګونې پیل کړې او د امریکا د هغه ولسمشر دونالد ټرامپ هم د ۲۰۱۸ میلادي کال په میې میاشته کې په یوه اړخیزه توګه له دغې نړیوالې موافقې څخه ووتی او د یران په خلاف یې د غیر قانوني بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.

د بایډن ډیموکرات حکومت هم چي د ایران په وړاندې د ډیپلماسۍ د کارولو ادعا لرله او ویلي وه چي برجام هوکړې ته د راستنېدو لپاره هڅه کوي، تر اوسه پورې دا کار نه دی کړی بلکې په مختلفو پلمو سره یې هره ورځ د ایران د مخنیوونکی او دفاعي پروګرامونو منجلمه د ایران د توغندوي، ایټمي، بې پیلوټو الوتکو او حتی بشري حقوقو ډکرونو کې نوې نوې بندیزونه لګوي او دغه ماته خوړلې سیاست ته دوام ورکوي.