May 27, 2024 14:52 Asia/Kabul
  •  له ۱۲کاله وروسته په سورئې کې د عربستان د سفیر ټاکل کیدا

پارس ټوډې- صهیونیسټ رژیم پخپل ترټولو وروستي جنایت کې بیګا د غزې تړانګې په جنوب کې واقع رفح سیمې په شمال لویدیځ کې د کډوالو پر خیمو سخته بمباري وکړه .په دغې وحشي ډوله حملې کې په لسګونو بې ګناه فلسطینیان شهیدان شول.

د رفح سیمې له وینو ډ که شپه ، په غزې کې د قخطۍ د رسمي اعلان لپاره  د حقوقي ادارې۷۰کلنه غوښته ، په سورئې کې له دولسو کلونو وروسته دعربستان ټاکل کیدا، د یمن د ملی نجات حکومت په وسیله د  ۱۱۲ بندیانو  خوشي کیدا،د حسینی ا ربعیّن زیارتوالو د هرکلي لپاره له ایران سره د سمندری سترې پوله ایزې لارې له رامینځّةکولو سره د عراق موافقه او د اسرائيلو د ایټمي ګواښونو په باب د ایران خبرداری ، په وروستیو ساعتونو کې د لویدیځي آسیا  ځیني مهم خبرونه دي.

په رفح کې له وینو ډکه شپه؛

دغزې تړاګې پر درستې سیمې  پر بمبارۍ سربیره ،ددغې تړانګې په جنوب کې وقاع رفح ښار هم بیګا یوه له وینو ډکه شپه ولیدله. دالمیادین خبری چینل خبریال ووئيل، وحشي صهیونیسټي رژیم   په څو سترو او قدرتمنو توغندیو سره هغه سیمه په نښه  کړه چې څه د پاسه یو لک فلسطینیو کډوالو پکې پناه اخستې وه. په دغې حملې کې لږترلږه  اویا کسان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

۷۰ حقوقي ادارو  په غزې کې د قخطۍ د رسمي  اعلان غوښتنه وکړه؛

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د ملروملتو ترڅارنې لاندې کابو ۷۰ حقوقي ادارو او اورګانونو  پرون یکشنبې ورځې په یوې ګډې اعلاميې کې  ووئیل، د غزې تړانګې په اوسیدونکو کې د ماشومانو پشمول په  ټولو وګړو کې دد ناوړه خوړو ډيرې زیاتیدا او د لوږې د خوریدا چټکتیا ته په پام سره ، باید په رسمي توګه  دغزې ټړانګې قخطۍ ځپل  اعلان شي. 

له دولسو کلونو وروسته په سورئې کې دعربستان د سفیر ټاکل کیدا؛

دعربستان رسمي خبري آژانس پرون یکشنبې ورځې له دولسو کلونو وروسته په سورئې کې ددغه هیواد د نوي سفیر د ټاکل کیدا خبر ورکړ.د واس خبری آژانس د راپور په اساس، د عربستان پاچاملک سلمان، فیصل بن سعودالمجفل په سورئې کې  ددغه هیواد د سفیر په توګه  منصوب کړی دی.

د وئیلو ده چې عربستان  په ۲۰۱۱کال کې په سورئې کې د بحران له پیلیدا وروسته  په دغه هیواد کې د وسلوالو او بحران راپورته کونکو بهیرونو څحخه ملاتړ وکړاو له دمشق سره ئې خپله اړیکه غوڅه کړه.

 دترهه ګرو په وړاندې د سورئې له بریالیتوب وروسته  په تیرو دوو کلونو کې عربستان د اړیکو د بیرته احیاء لپاره  خپله دلچسپي  ښودلې او بشار اسد ئې تیر کال په ریاض کې د عربانو سرمشریزې ته دعوت کړ.

د یمن  د ملی نجات حکومت ۱۱۲ بندیان خوشي کړل؛

ایسنا خبری آژانس رآپور ورکړی، د یمن د ملی نجات حکومت  پرون یکشنبې ورځې په یو اړخیز اقدام کې ۱۱۲جنګی بندیان خوشي کړل. د یمن د ملی نجات حکومت سره اړونده د بندیانو د چارو د ملی کمیټې مشر عبدالقادر المرتضی په دې باب ووئیل، دغه نوښت د یمن د  انصار ا...غورځنګ دعمومی منشي عبدالمالک بدرالدین الحوثي د دستوراتو د اجرا په لړ کې او د انسان دوستۍ د انګیزو په اساس ترسره کړی دی.

د حسینی اربعیّن د زیارتوالو  د هرکلي لپاره له ایران سره د  سمندری سرحدي سترې لارې په له رامینځةکولو سره  دعراق موافقه؛

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د عراق دکورنیو  چارو وزیر عبدالامیر الشمري  پرون یکشنبې مازدیګر  ووئیل،  د عراق د وسلوال ځواک عمومی قوماندان او لومړی وزیر  د حسینی اربعیّن  د زیارتوالو د هرکلي لپاره  د ایران تر خرمشهر پورې په د بصرې له پلوه  د له ابوفلوس  بندره د نوي سمندري سترې لارې له زیاتولو سره د عراق د لومړی وزیر او د وسلوال ځواک د عمومی قوماندان د موافقه  کړې ده . دکربلا په لور او د حضرت محمد مصطفی(ص) د لمسي حضرت امام حسین(ع) دمقدس حرم په لور د مسلمانانو د اربعیّن  پیاده روي یا هماغه پلی لاریون د نړۍ ترټولو لویه دیني اجتماع ده.

عراقچي؛ اسرائیلی  ایټمي ګواښونه به، په سیمې کې امنیتی انډول بدل کړي .

ایرناخبری آژانس راپورورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا منشي سید عباس عراقچي پرون د قطر  په دوحې ښار کې د الجزیره چینل د سمینار په چوکاټ کې؛ په سیمه ایزه سویه د طوفان الاقصی وروسته موازنه؛ په پنل کې  ددې خبرې په کولو سره چې د اسرائیلی رژيم  ایټمي ګواښونه، به  په سیمې کې امنیتی انډول سره بدل کړي، ووئيل، دغه ګواښونه به نور مجبوره کړي ، چې پخپل ایټمي موقعیّت کې  بیا کتنه وکړي.عراقچي دغه راز ووئيل، باید لویدیځي آسیا سیمه  له ایټمي وسلو پاکه شي او او باید صهیونیسټي رژيم هم له ایټمي وسلو بې برخې شي.

 

ټیګونه