May 27, 2024 06:10 Asia/Kabul
  • سیلابونو د بادغیس خلکو ته ډیر تاوانونه رسولي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بادغیس ځيني اوسېدونکي وايي چې وروستیو سېلابونو یې هر څه وړي.

 د هغوی په وینا، په دغه ولایت کې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

 تر اوسه طالبانو په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو په اړه څه ویلي نه دي؛ خو ولسي سرچینې وايي چې سېلابونو پنځه کسان مړه او په جوند، قادس او ابکمري ولسوالیو کې یې څه باندې ۲۵۰ دوکانونه زیانمن کړي دي.

دغه راز، سېلابونو په بادغیس کې نږدې زر کورونه هم اغېزمن کړي او ګڼې کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې شوې دي.

په بادغیس کې سېلاب ځپلي وايي چې سېلابونو یې هر څه یووړل؛ خو د یوې اوونۍ په تېرېدو یې تر اوسه چا لاسنیوی کړی نه دی او ځینې لاهم له سرپناه پرته شپې ورځې تېروي.

د بادغیس قادس ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله وايي چې سېلابونو د دغې ولسوالۍ په لنګر شریف، ګلچین، زوري‌ها، قادس خوردک، خیرخانه، د قادس مرکز، قرچغي، بویه‌ها، کرکیا، غیاث الدین ګنبدشاه، ارمان ښار حوزه، ده برنج او ځينو کلیو کې څلور کسان مړه او درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د قادس ولسوالۍ دا اوسېدونکي زیاتوي: «سېلابونه ډېر ویجاړونکي وو.

په کومو کلیو کې چې نومونه مې یاد کړل، ۱۴۵ دوکاونه ویجاړ شوي، څه باندې ۴۵۰ کورونه او دوه جوماتونه زیانمن شوي.

 سېلابونو په دوکانونو کې شته توکي وړي او اوسېدونکو ته یې څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی.» نوموړی وايي چې د خلکو باغونه او کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې شوې او ټول کرنیز حاصلات له

د بادغیس قلعه نو کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ویجاوړنکو سېلابونو له راوتلو یوه اوونۍ تېرېږي؛ خو تراوسه طالبانو د سېلاب ځپلو لاسنیوي لپاره څه کړې نه دي.

د سرچینو په وینا، د بادغیس په جوند، قادس او ابکمري ولسواليو کې سېلاب ځپلي له ناوړه حالت سره مخ دي.

 

ټیګونه