May 27, 2024 05:56 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د هیلي کوپټر د نسکوریدا په پیښه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو د شهادت په مناسبت تسلیت ویلو سره وویل د پاکستان ملت ، حکومت او وسله وال ځواکونه د ایران د ملت او د حکومت په څنګ کښې ولاړ دي.

هغه پرون د ایران د پوځ له لوی درستیز برید جنرال محمد باقري سره په ټيلي فوني خبرو کښې ډاګینه کړه د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نه یوازې د ایران لپاره بلکې د مسلمان ملت لپاره یو افتخار و او د پاکستان ملت د ایران له ملت او حکومت سره خواخوږي څرګندوي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وویل د تیرې اپریل میاشتې په یویشتمه نیټه پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره پلاوي په سفر کښې رئیسي ټینګار وکړ ایران هغو ټولو ژمنو ته چې د دواړو هیوادونو ترمینځ شته او په تیره بیا د سرحدونو په حوزه کښې چې د ایران او د پاکستان د دوستۍ او د سولې سرحدونه نومول کیږي پاې بند دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دغه راز د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په شهادت باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل د پاکستان حکومت، ملت او وسله وال ځواکونه به هیڅکله اجازه ورنکړي چې پردې هیوادونه له  اسلامي ایران سره ورورګلویز ارتباط او د ورووالۍ حس کمزوری کړي.

د ایران د پوځ لوی درستیز برید جنرال محمد باقري هم د پاکستان د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر د ټیلي فوني تماس او له مینې د ډکې وینا په قدرونې سره وویل د پاکستان د خلکو ، د پوځ او د حکومت قلبي احساسات او د عمومي ویر اعلانول د ایران د خلکو او د حکومت لپاره د قدرونې وړ دي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او ګاونډي هیواد پاکستان سره د اړیکو پراخول د ایران د اسلامي جمهوریت نه بدلیدونکی سیاست دی وویل هیڅ خارجي عامل نشي کولای د تهران او د اسلام اباد اړیکې ، دوستۍ او ورورګلوۍ داغي کړي.

 

ټیګونه