May 27, 2024 05:38 Asia/Kabul
  • امریکا او جوبایډن د رفح د حملې مسوول دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو بیګا په جلا جلا خبر پاڼو کښې وویل په رفح سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت د هیګ د نړیوالې جنايي محکمې د وروستي حکم ښکاره سپکاوی او ورته پام نه کول دي او د امریکا حکومت او په تیره بیا ولسمشر جوبایډن د دغه جنایت مسوول دي.

حماس غورځنګ ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم جنایتکار پوځ پرون د رفح ښار په لویدیځ کښې د فلسطین د کډوالو په کیمپ باندې برید سره چې هلته په سلګونو زره خلک هستوګن دي یو بل جنایت وکړ چې له کبله یې تراوسه لسګونو کسان شهیدان او ژوبل شوي چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي.

حماس غورځنګ ټینګار وکړ مونږ د امریکا حکومت او ولسمشر جوبایډن د دغه جنایت مسوول ګڼو ځکه که چیرې په رفح سیمه کښې د ګڼ شمیر کډوالو له شتون سره سره په  دغه سیمې باندې د حملې لپاره د امریکا د اجازې ورکول او د واشنګټن ملاتړونه نه وائ صهیونیسټ دښمن نشو کولای دا ډول جنایت وکړي.

له بلې خوا جهاد اسلامي غورځنګ هم وویل په رفح سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا دغه ویرونکي وژله نوی جنګي جنایت دی چې د فلسطین د خلکو پرضد د دښمن د نسل کشۍ له لړۍ سره ورزیات شو.

 

ټیګونه