په خوست کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي.
Feb 14, 2023 08:21 Asia/Kabul
د خوست ولایت ټڼیو ولسوالۍ په دورملکي سیمه کې تېره ورځ د وسله والې نښتې په پایله کې درې وروڼه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په خوست کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي.
د خوست ولایت ټڼیو ولسوالۍ په دورملکي سیمه کې تېره ورځ د وسله والې نښتې په پایله کې درې وروڼه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
وژل شوي وروڼه عبدالله، حاجي ظابت خان او رحمت الله نومیږي چې درې واړو ودونه کړي او د اولادونو پلارونه دي.
د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز پېښه تائیدوي او وایي چې یاده قضیه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او د عاملینو د نیولو هڅې جریان لري.
ټیګونه