د کابل هوایي ډګر د پیښې په تړاو څو کسانو ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128082-د_کابل_هوایي_ډګر_د_پیښې_په_تړاو_څو_کسانو_ونیوې_شول
د طالبانو مقاماتو وویل چې ترکیې ته د کابل له هوایي ډګره د کسانو د لېږدلو د اوازې په ارتباط یې یو شمېر کسان نیولې دي
(last modified 2023-02-16T08:07:59+00:00 )
Feb 16, 2023 12:33 Asia/Kabul
  • د کابل هوایي ډګر د پیښې په تړاو څو کسانو ونیوې شول

د طالبانو مقاماتو وویل چې ترکیې ته د کابل له هوایي ډګره د کسانو د لېږدلو د اوازې په ارتباط یې یو شمېر کسان نیولې دي

د طالبانو مقاماتو وویل چې ترکیې ته د کابل له هوایي ډګره د کسانو د لېږدلو د اوازې په ارتباط یې یو شمېر کسان نیولې دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په رسنیو د څارنې مشر عبدالحق حماد وویل چې ترکیې ته د کابل له هوایي ډګره د کسانو د لېږدلو د اوازې خپروونکي نیول شوې دي.

 هغه نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ولیکل: کومو کسان چې ځانونه طالبان بللي او د هوایي ډګر مخې ته یې د ښاریزو سپکاوی کړی و، هم نیول شوې دي.

د ویلو ده چې تیر ماښام  یو شمېر کسانو د کابل په هوايي ډګر کښې ګڼه جوړه کړه ځکه چې ادعا شوې وه چې خلک ترکیې ته بیایي.

 طالبانو دغه کسان په هوایي ډزو تیت پرک کړې وو.