په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د بدلون په اړه د ایران اعلامیه/ ایران د سفارت په چارو کې هیڅ مداخله نه ده کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128640-په_تهران_کې_د_افغانستان_په_سفارت_کې_د_بدلون_په_اړه_د_ایران_اعلامیه_ایران_د_سفارت_په_چارو_کې_هیڅ_مداخله_نه_ده_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي چي په تهران کې د افغانستان په سفارت کې بدلونونه د دې هیواد داخلي مساله ده.
(last modified 2023-02-27T03:54:41+00:00 )
Feb 27, 2023 08:19 Asia/Kabul
  • په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د بدلون په اړه د ایران اعلامیه/ ایران د سفارت په چارو کې هیڅ مداخله نه ده کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي چي په تهران کې د افغانستان په سفارت کې بدلونونه د دې هیواد داخلي مساله ده.

سره له دې چي د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له لورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی لیکن یو شمېر هیوادونه هڅه کوي چي طالبانو سره د ډیپلماټیک تعامل له لارې افغانستان خلګو سره د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړي.

تیره ورځ په تهران کې د افغانستان د سفارت کارکوونکي، سفارت یې د طالبانو د حکومت استازو ته وروسپارل.

پاکستان، ترکمنستان، چین، قطر، ترکیه او روسیه هم له دې مخکې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه یې د طالبانو استازې ته ورسپارلي وه.

د ایران د خارجه وزارت د عامه اړیکو ادارې په اعلامیه کې د مطرح شویو ادعاګانو په تکذیبولو سره، ټینګار کړی دی چي په تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارلو او بدلون چارې، افغانستان پورې اړونده مساله ده او د ایران خارجه وزارت په کښې هیڅ مداخله نه ده کړې.

په دغه اعلامیه کې راغلې ده چي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت پورې اړوند هیڅ یو سند او یا تجهیزات نه دي قبول کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چي د سفارت فعالیتونه به د نویو ډیپلماټانو له ګمارلو وروسته پیل شي او مهاجرینو ته به خدمات له سره پیل شي.

د اعلامیې په دوام کې د ډیپلماټیکو کادرونو بدلون د هر یو هیواد مشروع حق بلل شوی او تاکید شوی دی چي په نویو ګمارنو سره، به د سفارت چارې او د دواړو مسلمانو هیوادونو اړیکې له پخوا نه زیات پیاوړې شي.