په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د اړمنو کسانو ډېرېدل
د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش د افغانستان د روان وضعیت په اړه امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مېرمنو حقونه په بې ساري ډول محدود شوي.

په راپور کې ویل شوي چې، د تېر۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې له پوهنتوني زدهکړو او په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو د راګرځولو پرېکړو د ښځو او نجونو اساسي حقوق محدود کړي دي.
د ملګروملتونو سرمنشي په دې راپور کې همدارنګه ویلي چې، په ټوله کې په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې شوې او سږ کال په دې هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۲۸،۳ ملیون وګړو ته رسیږي چې تېر کال دغه شمېر۲۴،۴ او وړم کال هم ۱۸،۴ وو.
په راپور کې دا هم راغلي چې، په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کاربندیز د دې سبب شوی چې ډېرې ادارې په دې هېواد کې خپل فعالیت وځنډوي چې دې کار هم اړمن کسان په تېره بیا ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي.