په مزار شریف کي په یوې غونډه کې چاونه شوې
Mar 11, 2023 08:04 Asia/Kabul
د بلخ ولایت مزار شریف ښار په تبیان فرهنګي مرکز کې نن ۱۱ بجې په هغو مراسمو کې چاودنه شوې، چې په کې خبریالانو، سیمه ییزو مسؤلینو او دیني عالمانو ګډون کړی.
په مزار شریف کې د خبریالانو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مسؤلینو په غونډه کې چاونه شوې
د بلخ ولایت مزار شریف ښار په تبیان فرهنګي مرکز کې نن ۱۱ بجې په هغو مراسمو کې چاودنه شوې، چې په کې خبریالانو، سیمه ییزو مسؤلینو او دیني عالمانو ګډون کړی.
د پېښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي. ټاکل شوې وه چې په دغو دستورو کې ځینو غوره او کارنده خبریالانو ته میډالونه او جایزې ورکړل شي.
د پېښې ځای ته نږدې د ایران قونسلګري هم شتون لري.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
ټیګونه