د وسپنې پټلۍ له لارې په صادراتو کې ډېروالی راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129370-د_وسپنې_پټلۍ_له_لارې_په_صادراتو_کې_ډېروالی_راغلی
د هېواد د بېلابېلو بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی.
(last modified 2023-03-13T02:18:29+00:00 )
Mar 13, 2023 01:22 Asia/Kabul
  • د وسپنې پټلۍ له لارې په صادراتو کې ډېروالی راغلی

د هېواد د بېلابېلو بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی.

د وسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې حیرتان، آقینه او تورغنډۍ بندرونو له لارې ۱۲ زره او ۱۲۸ ټنه توکي صادر کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په صادرو شویو توکو کې ډیری برخه یې وچه مېوه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په یوه اوونۍ کې ۱۱ زره او ۱۹ ټنه صادرات شوي وو.

بل لورته په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ لارې ټول ۱۳۹ زره او پنځه ټنه انتقالات شوي.

یادې ادارې لیکلي، په دې انتقالاتو کې ۱۰۱ زره ۹۵۹ ټنه له حیرتان، ۳۵ زره او ۷۳۱ ټنه له تورغنډۍ او یو زر او ۳۱۵ ټنه له اقینې بندر څخه شوي دي.

د اوسپڼې پټلۍ ادارې لیکلي، دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړې.