پیښور او ننګرهارترمینځ په لاریو کې تګ راتګ پیلیږي
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پریکړه د طالبانو د بین الافغاني همغږۍ په مرکز کې د دواړو لورو تر منځ تر بحثونو وروسته شوې او له دې وروسته به مسافرین له ۱۵ تر ۲۰ پورې په بسونو کې پاکستان ته تګ راتګ کوي.
د پاکستان حکومت او طالبانوموافقه کړې چې د پاکستان له ننګرهار او پېښور ولایتونو څخه ځمکني ټرانسپورټ به د مسافر وړونکو بسونو په واسطه ترسره کیږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا پریکړه د طالبانو د بین الافغاني همغږۍ په مرکز کې د دواړو لورو تر منځ تر بحثونو وروسته شوې او له دې وروسته به مسافرین له ۱۵ تر ۲۰ پورې په بسونو کې پاکستان ته تګ راتګ کوي.
ویل کیږي چې پاکستان او طالبان به په تورخم کې د ترمینل په جوړولو سره د مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ ترتیبات حتمي کړي.
یوې سرچینې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ته وویل: "د دواړو هیوادونو ترمنځ د ځمکني سفر اجازه ورکولو پریکړه د هوایي سفرونو ستونزو ته په پام سره نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېر یوه کال راهیسې د سپین بولدک او تورخم په لارو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوی دي .