لوګر کې چاودنې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129720-لوګر_کې_چاودنې_۴_ماشومانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې_ده
د لوګر امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت د مرکز پل علم اړوند په التمور سيمه کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-03-18T10:53:31+00:00 )
Mar 18, 2023 15:19 Asia/Kabul
  • لوګر کې چاودنې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د لوګر امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت د مرکز پل علم اړوند په التمور سيمه کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لوګر کې چاودنې ۴ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د لوګر امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت د مرکز پل علم اړوند په التمور سيمه کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د طالبانو د اردو د څلورمې پلې لوا وياند وايي، چې تېره ورځ مازدیګر ناوخته د پل علم په التمور سيمه کې څلورو ماشومانو خپلو کورونو ته بوټي وړل چې په لار کې يې يوه د هاوان سرګلوله پیدا كړې وه.

هغه زياته کړه ماشومانو په سرګلولې لوبې کولې چې چاودنې یې کړې او په پایله کې یې ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، د پېښې ټپيان د امنيتي کسانو له خوا ولايتي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي حالت يې ډاډمن ښودل شوی دی.