ډیپلوماسۍ د ګرانۍ په کڼترولولواوتولید په وده کې رول لری
حسن کاظمی قمی د کال د شعار په اړه وویل د کال د شعار په تحقق کې یوه اړونده اداره ډیپلوماسی او بهرنې سیاست دی . لکه څرنګه چی داخلی او بهرنی اقتصاد سره اخښل شوی دی نو په نتیجه کې ډیپلوماسی د نوی کال د شعار په تحقق کې مهم رول لری .
په افغانستان کې د ایران سفیر د دې خبرې په کولو سره چی ډیپلوماسۍ د ګرانۍ په کڼترولولواوتولید په وده کې رول لری ، وویل افغانستان ته د ایران د صادراتو وده باید د دغې ادارې د پام په مرکز کې راشی .
حضرت امام خامنه ای د ۱۴۰۲ لمریز کال د پیل په مناسبت په پیغام کې د نوی کال شعار د ګرانۍ کنټرولول او تولید وده اعلان کړ .
حسن کاظمی قمی د کال د شعار په اړه وویل د کال د شعار په تحقق کې یوه اړونده اداره ډیپلوماسی او بهرنې سیاست دی . لکه څرنګه چی داخلی او بهرنی اقتصاد سره اخښل شوی دی نو په نتیجه کې ډیپلوماسی د نوی کال د شعار په تحقق کې مهم رول لری .
هغه په دوام کې وویل د افغانستان اقتصاد د امریکایانو له شل کلن نیواکه وروسته تباه شوی نو ځکه نن د ایران او افغانستان ترمینځ ښو اړیکو، ګډ کلتور او له هیواد سره د اړیکو په پراختیا کې د افغانانو دلچسپیو ته په پام سره د تخنیکی او مهندسی خدماتو انتقال د دواړو هیوادونو ترمینځ یوه بل ارتباطی لاره ده .