په بلخ ولایت کښې سخت سیلاب راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129984-په_بلخ_ولایت_کښې_سخت_سیلاب_راغلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بلخ ولایت کښې د سیلاب له کبله په لسګونو خلک بې درکه شوي.
(last modified 2023-03-24T22:04:27+00:00 )
Mar 25, 2023 01:14 Asia/Kabul
  • په بلخ ولایت کښې سخت سیلاب راغلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بلخ ولایت کښې د سیلاب له کبله په لسګونو خلک بې درکه شوي.

د افغانستان په شمال کښې په بلخ ولایت کښې په تیرې پنجشبې ورځ د سخت سیلاب له کبله تراوسه دوه سوه کورونه په کامل ډول ویجاړ شوي او په لسګونو خلک ورک شوي هم دي او کروندو او لارو ته هم تاوانونه رسیدلي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي دي چې سیلاب زیات مالي تاوانونه رسولي دي.

د هواپیژندې ادارې ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کښې به د افغانستان په بلخ ولایت کښې نور بارانونه هم وشي.

په عین حال کښې د افغانستان د زابل ولایت په ولسوالیو کښې د سختو بارانونو او د سیلابونو له کبله د دغه ولایت له مرکز «فلات» سره د اوو ولسوالیو ارتباط غوڅ شوی او خلک د ارتباط د غوڅیدا په  خاطر د خوراکي شیانو او د اوبو په شمول له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوي.

طالبانو په زابل ولایت کښې د سیلاب له کبله د رسیدلیو تاوانونو او د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویلي خو خبرې سرچینو په قندهار ولایت کښې هم د سیلاب د راتلو خبر ورکړی.