په بلخ ولایت کښې سخت سیلاب راغلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په بلخ ولایت کښې د سیلاب له کبله په لسګونو خلک بې درکه شوي.
د افغانستان په شمال کښې په بلخ ولایت کښې په تیرې پنجشبې ورځ د سخت سیلاب له کبله تراوسه دوه سوه کورونه په کامل ډول ویجاړ شوي او په لسګونو خلک ورک شوي هم دي او کروندو او لارو ته هم تاوانونه رسیدلي دي.
د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي دي چې سیلاب زیات مالي تاوانونه رسولي دي.
د هواپیژندې ادارې ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کښې به د افغانستان په بلخ ولایت کښې نور بارانونه هم وشي.
په عین حال کښې د افغانستان د زابل ولایت په ولسوالیو کښې د سختو بارانونو او د سیلابونو له کبله د دغه ولایت له مرکز «فلات» سره د اوو ولسوالیو ارتباط غوڅ شوی او خلک د ارتباط د غوڅیدا په خاطر د خوراکي شیانو او د اوبو په شمول له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوي.
طالبانو په زابل ولایت کښې د سیلاب له کبله د رسیدلیو تاوانونو او د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویلي خو خبرې سرچینو په قندهار ولایت کښې هم د سیلاب د راتلو خبر ورکړی.