د افغاسنتان په شمال او جنوب کښې سیلاب راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130018-د_افغاسنتان_په_شمال_او_جنوب_کښې_سیلاب_راغلی
د سختو بارانونو او سیلابونو په وجه د افغانستان د زابل او قندهار ولایتونو له مرکزونو سره د ډیرو ولسوالیو ارتباطي لارې بندې شوې دي
(last modified 2023-03-25T08:12:37+00:00 )
Mar 25, 2023 12:28 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د سختو بارانونو او سیلابونو په وجه د افغانستان د زابل او قندهار ولایتونو له مرکزونو سره د ډیرو ولسوالیو ارتباطي لارې بندې شوې دي

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، په زابل ولایت کښې سیلابي بارانونه روان دي او د ولایت له مرکز سره د «ارغنداب»، «دای‌چوپان»، «خاک‌افغان»، «شملزو»، «اتغر»، «نوبهار» او‌ «شینکی» په شان د اوو ولسوالیو ځمکنۍ لارې بندې شوې دي.

د افغانستان په سویل کښې د زابل خلک وايي چې د اوبو او خوړو د کمي په شمول له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

له بلې خوا په قندهار ولایت کښې هم سیلاب له مرکز سره د «ارغستان»، «معروف» او «ژیړی» د دریو ولایتونو اړیکه غوڅه کړې ده.

په قندهار کښې سرچینې وايي چې د سیلاب له امله له دیرشو ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د شمال په بلخ ولایت کښې هم د سیلاب له امله لږترلږه ۳۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او لسګونه کسان بې درکه شوي دي.

د افغانستان حکومت تراوسه په زابل، قندهار او بلخ ولایتونو کښې د وروستي سیلاب د احتمالي مرګ ژوبلې په هکله نظر نه دی څرګند کړی.