امریکا د داعش په ګټه تبلیغات کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130032-امریکا_د_داعش_په_ګټه_تبلیغات_کوي
په دې وروستیو کښې داعش په کابل، هرات او بلخ کښې د څو خونړیو بریدونو پړه منلې ده.
(last modified 2023-03-25T06:34:07+00:00 )
Mar 25, 2023 11:01 Asia/Kabul
  • امریکا د داعش په ګټه تبلیغات کوي

په دې وروستیو کښې داعش په کابل، هرات او بلخ کښې د څو خونړیو بریدونو پړه منلې ده.

د طالبانو لنډمهاله حکومت په افغانستان کښې د داعش د شتون او توان په هکله د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په ردولو سره وویل: امریکا د داعش په ګټه تبلیغات کوي.

ذبیح ا... مجاهد نن په یو ټویټ کښې ولیکل: په افغانستان کښې د داعش ځواکونو د شمیر په هکله د امریکايي چارواکو څرګندونې له حقیقت سره سمون نه خوري، وویل: د داعش ډلې فعالیت د تیر په پرتله ډیر کم شوی او د هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا ځپل شوي دي.

په هم دې لړ کښې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي وویل: په افغانستان کښې د داعش په شمول هیڅ مخالف ډله نشته او د ځینو برخو عاملان له بهر څخه راځي.

دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستیو کښې داعش په کابل، هرات او بلخ کښې د څو خونړیو بریدونو پړه منلې ده.