داعش په سوریې کښې له ۱۵ کسانو سرونه ووهل
-
فایل فوټو
د سوریې د بشري حقوقو څارونکې ډلې وویل چې د حماه ولایت په ختیځه برخه کښې د داعش ډلې کسانو لږترلږه د ۱۵ کسانو سرونه پرې کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، ۱۵ تنه سوري ښاریز تیره شپه د حماه ولایت د ختیځ په «جرف مارینا» او «حریبه» سیمو کښې د خریړو په راغونډولو لګیا وو چې د داعشیانو له خوا ونیوې شول او سرونه یې ترې ووهل.
د دغه رپورټ له مخې، د دغې سیمې ۴۰ تنه نور هم بې درکه شوی دي او هیڅ خیر خبر یې نشته.
البته د سوریې رسمي سرچینو په دې اړه تراوسه کوم رپورټ نه دی خپور کړی.
داعش او نورو ترهګرې ډلې په ۲۰۱۷ کال کښې په سوریې او عراق کښې د څلورو کالو له پراخو ترهګرو عملیاتو او د دغو دواړو هیوادونو د ډیرو سیمو له نیولو وروسته ړنګې شوې او ماتې یې وخوړله خو بیا یې هم په عراق او سوریې کښې ځینې بقایاوې پاتې دي او په دغو هیوادونو کښې کله نا کله د ملکي وګړو او هم د امنیتي ځواکونو خلاف عملیات ترسره کوي.