امریکايي زندانیان نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130064-امریکايي_زندانیان_نه_لرو
د طالبانو د حکومت ویاند د امریکې د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: په افغانستان کښې هیڅ امریکايي ښاریز زنداني نه دی.
(last modified 2023-03-25T23:52:29+00:00 )
Mar 26, 2023 04:03 Asia/Kabul
  • امریکايي زندانیان نه لرو

د طالبانو د حکومت ویاند د امریکې د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: په افغانستان کښې هیڅ امریکايي ښاریز زنداني نه دی.

د طالبانو د حکومت ویاند د امریکې د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: په افغانستان کښې هیڅ امریکايي ښاریز زنداني نه دی.

په دې وروستیو کښې د امریکې خارجه وزیر انتوني بلینکن مدعي شوی و چې هیواد یې هڅه کوي د طالبانو له بند څخه څو امریکایان خوشې کړي. هغه ویلي وو چې طالب چارواکو څو امریکایان نیولي دي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: په افغانستان کښې هیڅ امریکايي ښاریز په بند کښې نشته او په دې وروستیو کښې هم هیڅ امریکايي نه دی نیول شوی.