د طالبانو پلاوی تاجکستان ته تلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130066-د_طالبانو_پلاوی_تاجکستان_ته_تلی_دی
د طالبانو رسمي پلاوي د تاجکستان په خاروغ ښار کښې د افغانستان د کنسولګرۍ کتنه وکړه
(last modified 2023-03-25T23:38:39+00:00 )
Mar 26, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • د طالبانو پلاوی تاجکستان ته تلی دی

د طالبانو رسمي پلاوي د تاجکستان په خاروغ ښار کښې د افغانستان د کنسولګرۍ کتنه وکړه

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون په یو ټویټ کښې ولیکل چې دغه پلاوي د تاجکستان د بدخشان ولایت په خاروغ ښار کښې د افغانستان د کنسولګرۍ د ودانۍ کتنه کړې ده.

بلخي څرګنده کړه: د طالبانو استازو د حاج محمد موسی امیري په سرپرستۍ په دغه ښار کښې د افغانستان د کنسولګرۍ د ودانۍ په کتنه کښې، د برف کوچ له امله د رامینځته شویو تاوانونو جاج واخیسته او رپورټ یې په کابل کښې خارجه وزارت ته وړاندې کړی دی.

د ویلو ده چې تاجکستان د افغانستان یوازنی ګاونډې هیواد دی چې د طالبانو له موقته حکومت سره اړیکه نه لري.

په دوشنبه ښار کښې د افغانستان سفارت تراوسه د پخواني حکومت د سفارتکارانو په لاس کښې دی او تراوسه یې د طالبانو د پلاوي د سفر په هکله هم څه نه دي ویلې.