په کابل کې یو شمېر معترضانې بندیانې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130148-په_کابل_کې_یو_شمېر_معترضانې_بندیانې_شوي
په ځینو راپورونو کې د نیول شویو معترضانو شمېر درې او په ځینو نورو کې څلور تنه ښودل شوی.
(last modified 2023-03-26T21:49:15+00:00 )
Mar 27, 2023 02:17 Asia/Kabul
  • په کابل کې یو شمېر معترضانې بندیانې شوي

په ځینو راپورونو کې د نیول شویو معترضانو شمېر درې او په ځینو نورو کې څلور تنه ښودل شوی.

د کابل په لویدیځ پل سوخته سیمه کې یوشمیر میرمنود ښځو خلاف د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې لاریون وکړ، چې ویل کیږي طالبانو یې یو شمېر ګډونوالې بندیانې کړي دي.

معترضو ښځو ویل، چې د ښځو زده کړې یې سره کرښه ده، زده کړې او خپل نور حقونه غواړي او طالبان یې باید اخیستي حقونه بیرته ورکړي.

طالبان مخکې هم د ورته معترضینو په بندي کولو تورن شوی، خو دوی په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له میلیونونه افغان نجونو او ښځو د زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو او حتی د پارک او حمام ته تلو حقونه اخیستل شوي.