په جوزجان او زابل کې ۱۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130480-په_جوزجان_او_زابل_کې_۱۰تنو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
په جوزجان او زابل کې د ناچاودو توکو له امله درې تنه وژل شوي او شاوخوا اووه نور ټپیان دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Apr 02, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • په جوزجان او زابل کې ۱۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جوزجان او زابل کې د ناچاودو توکو له امله درې تنه وژل شوي او شاوخوا اووه نور ټپیان دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، چې تېره ورځ د یاد ولایت په قوش تپې ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله، دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د زابل د امنیه قومنداني ویاند ذبیح الله زهیر ویلي چې په دغه ولایت کې هم د پخوانيو ناچاودو توکو د چاودنې له امله، یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، پېښه د «سره غره د سرخوګانو» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د کوچیانو تراکتور پر خښ شوي ماین ور برابر شو.

د یادونې وړ ده چې لاهم افغانستان د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودونو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوی هېواد دی.