له افغانستانه د ترهه ګرو ډلو خوریدا یوه بې اساسه ګونګوسه ده
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت د افغانستان په پولو کې د ترهه ګرو ډلو دنفوذ د پراختیا په باب د ډله ایز امنیت د غړو هیوادونو د اتحادئې اندیښنه بې اساسه وبلله.
دغه غبرګون له دې وروسته رابرسیره شوی چې دډله ایز امنیت د موسیې عمومی منشي ایمان تاسماګامبوتوف ددغې موسیسې د لوي درستیزوالۍ او دارلانشار له چارواکو سره په ناستې کې وئيلي ، چې دافغانستان له پولو څخه دترهه ګرو ډلو دنفوذ د پراختیا خطره زیاته شوې ده .
څه موده مخکې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویندوي بلال کریمي د افغانستان د امنیت په باب د شانګهائي موسیسې د غړو په اندیښنې غبرګون ښودلی او وئيلي ئې وو، ددغه هیواد خاوره به د هیڅ یوه هیواد په ضد استعمال نشي او باید هیوادونه په دې زمینې کې اندیښمن نشي.
البته په عین حال کې په هندوستان کې په یوې ناستې کې د شانګهائي موسیسې دغړو هیوادونو دملی امنیت سلاکارانو د نورو هیوادونو په ضد دافغانستان له خاورې د ترهه ګرو داستفادې په احتمال اندیښنه ښودلې ده.
له کابله زمونږ خبریال راپور راکړ، په دې باب د افغانستان د طالبانو ددفاع وزارت ویندوي عنایت ا... خوارزمي ددغو اندیښنو په ردولو سره ووئيلو د افغانستان پولې په سلو کې سل کنټرول دي او دطالبانو سرحدي ماموران شپه ورځ دخپلو پولو ساتنه کوي.
بل خبر دا چې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو یا ټی ټي پي دشتون په باب د بحران دنړیوالې ادارې راپور بې اساسه بللی او وئیلي ئې دي ،دغه ډله په افغانستان کې هیڅ اډه نه لري او نه یوازې ټي تي پی وبلکه هیڅ یوې بلې ډ لې ته به اجازت ورنکړل شي، چې د افغانستان له خاورې په نورو هیوادونو کې دخپلو عملیاتو لپاره استفاده وکړي.