افغانستان کې ټرانسپورتي شرکتونو ته الکترونیکي کتابچې ورکول کیږي
Apr 06, 2023 11:05 Asia/Kabul
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ځمکني ترانسپورت شرکتونو ته یې د برېښنايي کارټونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه.
افغانستان کې ټرانسپورتي شرکتونو ته الکترونیکي کتابچې ورکول کیږي
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ځمکني ترانسپورت شرکتونو ته یې د برېښنايي کارټونو او کتابچو د وېش لړۍ پيل کړه.
د دغه وزارت یوه مرستیال مولوي عبدالسلام حيدري وويل: ټولو ترانسپورتي شرکتونو ته برېښنايي کارټونه او کتابچې وېشي او د هر کارت او کتابچې د نوي کولو په بدل کې به د کال ۱۰۰۰ افغانۍ له شرکتونو واخيستل شي.
طالب چارواکو د دغه نوي پروګرام په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو یو شمېر ټرانسپورتي شرکتونو او څارونکو یې له دې پریکړې هرکلی کړی او د فساد د مخنیوي لپاره یې اغېزناک ګام بللی.
ټیګونه