کندهار کې يوه کس خپل ميرمنه وژلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130736-کندهار_کې_يوه_کس_خپل_ميرمنه_وژلې
کندها ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې یوه کس خپله میرمن وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.
(last modified 2023-04-06T19:39:46+00:00 )
Apr 06, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • کندهار کې يوه کس خپل ميرمنه وژلې

کندها ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې یوه کس خپله میرمن وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.

کندهار کې يوه کس خپل ميرمنه وژلې

کندها ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې یوه کس خپله میرمن وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې یاده میرمن تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د وري) د دې ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د خرقې شريفي په «شاه قبر» کوڅه کې وژل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د وحیدالله په نامه کس چې په نشه یي توکو روږدی و، خپله میرمن چې د عمه لور یې هم وه تر وهلو ډبولو وروسته وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.

سرچینې د دغې پیښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ.

دغه راز کندهار کې د طالبانو د والي وياند عطاالله زيد هم دغه پېښه تایيدوي او وايي، چې په دې تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.