له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمیدا احتمال شته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131520-له_افغانستان_سره_د_نړیوالو_مرستو_د_کمیدا_احتمال_شته
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د پراختیا دفتر افغانستان ته د نړیوالو مرستو د دیرش فیصده د کمیدا او د دغه هیواد د اقتصاد د کوچني کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-04-18T20:31:27+00:00 )
Apr 19, 2023 00:56 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د  نړیوالو مرستو د کمیدا احتمال شته

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د پراختیا دفتر افغانستان ته د نړیوالو مرستو د دیرش فیصده د کمیدا او د دغه هیواد د اقتصاد د کوچني کیدا خبر ورکړ.

د ملګروملتونو د پراختیا دفتر په یوې بیانیې کښې وویل له افغانستان سره د دیرش فیصده مرستو د کمیدا په احتمال پسې په دغه هیواد کښې انفلاسیون زیاتیږي او نقدې پیسې کمیږي.

د  ملګروملتونو د پراختیا دفتر زیاته کړه نورو نړیوالو  کړکیچونو ته د مرسته کونکو هیوادونو پام او د ملګروملتونو په دفترونو کښې په ښځینه کارکونکو باندې د طالبانو محدودیت به له افغانستان سره مرستې کمې کړي.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د پراختیا ادارې استازي عبدالله الدرداري وویل دغه چاره به د افغانستان د افغانۍ د ارزښت د کمیدا او د انفلاسیون د ډیریدا او په نهایت کښې د بې وزلۍ د زیاتیدا سبب شي.

دغه راپور زیاتوي چې د روان میلادي کال لپاره  په افغانستان کښې د بشر دوستانه مرستو د پروګرام یوازې پینځه فیصده محقق شوي دي.