قزاقستان د افغانستان سفارت طالبانو ته وروسپاره
Apr 20, 2023 00:45 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په قزاقستان کښې د افغانستان سفارت د چین له مینځګړیتوب وروسته طالبانو ته وسپارل شو.
کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په وروستي سفر کښې دواړو لورو د طالبانو د حکومت چارواکو ته د افغانستان د سفارت د زر سپارلو خبر ورکړی و.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار بشیر صافي په یوه ټویټر پیغام کښې وویل قزاقستان په «استانه» ښار کښې د افغانسان سفارت د چین په مینځګړیتوب سره طالبانو ته ورسپارلی دی.
د قزاقستان خارجه وزارت هم په استانه کښې د افغانستان په سفارت کښې د طالبانو د نویو ډيپلوماټانو د منلو په تائیدولو سره ټینګار کوي دغه اقدام د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو په معنا نه دی.
ټیګونه