افغانستان به سږ کال له سختې ګرمۍ سره مخامخ شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132186-افغانستان_به_سږ_کال_له_سختې_ګرمۍ_سره_مخامخ_شي
انګریز محققانو ویلي دي چې افغانستان له هغو هیوادونو دی چې د سختې ګرمۍ له خطر سره مخامخ شوی دی.
(last modified 2023-05-01T20:43:56+00:00 )
May 02, 2023 01:07 Asia/Kabul
  • افغانستان به سږ کال له سختې ګرمۍ سره مخامخ شي

انګریز محققانو ویلي دي چې افغانستان له هغو هیوادونو دی چې د سختې ګرمۍ له خطر سره مخامخ شوی دی.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د ځمکې د کرې په ګرمیدو او د تاودوخې په زیاتیدو سره انګریز محققانو د ګرمۍ له خطر سره مخامخ او تاوان موندونکي هیوادونه معلوم کړي دي چې افغانستان د پایوا ګینه نو او مرکزي آسیا هیوادونو ترڅنګ د ګرمۍ د خرابوونکو څپو د تیریدو د خطرناکو هیوادونو په توګه معرفي شوي دي.

ساینس الرټ په یو رپورټ کښې ویلي دي چې چین او مرکزي اروپا هم د خطرناکو سیمو په توګه پيژندل شوي ديږ

د انګلیسي محققانو په رپورټ کښې راغلي دي: سیاستوالان او حکومتونه باید له پخوانیو مخینو لا سترو پیښو ته تیار شي په تیره بیا د آب و هوا د بدلونونو په وجه له رامینځته شویو چلندونو سره چې په سنجونه کښې د افراط رامینځته کیدو احتمال زیاتوي.

ویل کیږي چې محققانو په خپل تحقیق کښې د موسمیاتو او د نړیوالو نفوسو له ډیرو ماډرن ماډلونو ګټه اخیستې ده.

څیړاندو ویلي چې د ګرمۍ څپې دومره سختې او شدیدې دي چې د عاامو اوزارو له خوا د اټکل وړ نه دي.

د انګلیسي محققانو تحقیقات ښودنه کوي چې ډیره ګرمي نه یوازې دا چې د انسانانو د مړیې سبب کیږي بلکې د کرهڼې له نظره هم ورانۍ رامینځته کولې شي او د اور لګیدنې د خطر په شان خرابوونکې اغیزې په ځان پسې لرلی شي.