ملګري ملتونه په افغانستان کې د فعالیتونو د څرنګوالې لارې چارې لټوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132436-ملګري_ملتونه_په_افغانستان_کې_د_فعالیتونو_د_څرنګوالې_لارې_چارې_لټوي
په افغانستان کې د مېرمنو په ضد د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په کتو سره، د ملګرو ملتونو سازمان دغه هیواد کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.
(last modified 2023-05-06T04:44:28+00:00 )
May 06, 2023 09:13 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه په افغانستان کې د فعالیتونو د څرنګوالې لارې چارې لټوي

په افغانستان کې د مېرمنو په ضد د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په کتو سره، د ملګرو ملتونو سازمان دغه هیواد کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د لارو چارو په لټه کې دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي چي ملګرې ملتونه په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو د طالبانو د سرپرست حکومت بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کړي دي ځکه ملګرې ملتونه په دغه هیواد کې د خپلو مرستو د دوام لپاره لارې چارې لټوي.

د ملګرو ملتونو له لورې په یوه اعلامیه کې هم ویل شوی  چې دوی د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي تر څو د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.

اعلامیه کې راغلې چي دوی د طالبانو د سرپرست حکومت پرېکړه یو ځل بیا غندي او د ياد سازمان په ادارو کې د ښځینه‌وو د کار ممانعت هم د نړیوالو قوانینو خلاف دی او هم د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.

د طالبانو سرپرست حکومت تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل دریځ روښانه کړي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي که یې بند کړي.