قلندر عباد د ایران د عامې روغتیا له وزیر سره کتلي
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد د ایران د عامې روغتیا له وزیر «عین الهي» سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدونو کې د ناروغیو د لېږد او مخنیوي پرمیکانیزم غږېدلی.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، له عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په ايران هېواد کې افغان کډوالو ته د درملنې لپاره د شرایطو او آسانتياوو برابرول، د طبي تجهیزاتو او باکیفیته درملو پر اړتیا او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه هم خبرې شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو په بامیانو ولایت کې د امام خمیني(ره) ۲۰۰ بستریز قلبي روغتون د کارونو د پرمختګ په اړه هم بحثونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په دې ناسته کې د روغتیا په برخه کې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې ایران ته په سفر تللی، چې هلته یې له یو شمېر چارواکو سره لیدلي دي.