هلمندیان د بشري مرستو له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133092-هلمندیان_د_بشري_مرستو_له_ناعادلانه_وېش_څخه_شکایت_کوي
هلمند کې یو شمېر بېوزله کورنۍ د بشرې مرستو له ناسم وېش څخه شکایت کوي او وايي کومې مرستې چې په دغه ولایت کې ويشل کیږي، مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي، بلکې هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې حکومت کې کسان ولري .
(last modified 2023-05-19T07:30:15+00:00 )
May 19, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • هلمندیان د بشري مرستو له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي

هلمند کې یو شمېر بېوزله کورنۍ د بشرې مرستو له ناسم وېش څخه شکایت کوي او وايي کومې مرستې چې په دغه ولایت کې ويشل کیږي، مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي، بلکې هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې حکومت کې کسان ولري .

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی علي محمد کلید راډيو ته وویل چې د دوی په ولسوالۍ کې خلک درې کلنې وچکالۍ سخت ځپلي دي او کومې مرستي چې دلته راځي هغه مستحقو کورنیو ته نه ورکول کېږي  بلکې مرستې، هغو کسانو ته ورکول کېږې چې موټران او بلند منزلونه لري.

په هلمند کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداره وايي چې مرستې مستحقو کورنیو ته ورکول کېږي او د شفافیت رامنځ ته کېدو له‌پاره دوی پوره پوره هڅې کوي.

د یادولو وړ ده چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په یو خپاره شوي راپور کې خبردارۍ ورکړی چې په افغانستان کې له ۲۵ ملیونه ډېر خلک له فقر او بې‌وزلۍ سره مخ دي او نړیوالو ته پکار ده چې خپلې مرستې ډېرې کړي.