په افغانستان کې د انسان دوستۍ فعالیتونوته بیاهم دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133126-په_افغانستان_کې_د_انسان_دوستۍ_فعالیتونوته_بیاهم_دوام_ورکوو
طالبانو  د اپریل میاشت له پيله  میرمنې دملګروملتو  په ادارو او اورګانونو کې  له کاره منع کړي دي. له دې وروسته د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  دغه اقدام د نه منلو وړ بللی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 20, 2023 07:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د انسان دوستۍ فعالیتونوته بیاهم دوام ورکوو

طالبانو  د اپریل میاشت له پيله  میرمنې دملګروملتو  په ادارو او اورګانونو کې  له کاره منع کړي دي. له دې وروسته د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  دغه اقدام د نه منلو وړ بللی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د یونیسف ادارې  استازی وائي ، دمیرمنو د کار پر بندیز دمشتملو  طالبا واکوالانو  له فرمانونو سره سره،ددغه اورګان ښځينه کارکونکي په دغه هیواد کې  خپل کار ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د یونیسف ادراې استازې فران ایکویزا   د نیویارک په غونډې کې ووئيل،د طالبانو د حکومت سختیانو سره سره ، په افغانستان کې د ملګروملتو ښځينه کارکونکې  په کارونو بوختې دي . داپه داسې حال کې دي چې تیره میاشت ملګروملتو  مسئولانو وئيلي وو چې  که دغه موسیسه طالب واکوالان ونه هڅول شي، څو میرمنو ته په دغه اورګان کې د کار اجازت ورکړي، نو تیاردي په مئ میاشت کې  له افغانستانه  دوتلو فیصله عملی کړي.

زمونږخبریال د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، طالبانو  د اپریل میاشت له پيله  میرمنې دملګروملتو  په ادارو او اورګانونو کې  له کاره منع کړي دي. له دې وروسته د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  دغه اقدام د نه منلو وړ بللی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو په ادارو او اورګانونو کې کابو شپږ سوه ښځينه کارکونکي په کاربوختې دي.