طالبان د ملګرو ملتو په غونډه کښې د ګډون غوښتنه کوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کښې د یوناما له مشرې سره په کتنه کښې د ملګرو ملتو په غونډو کښې د دغې ډلې د استازي د منلو غوښتنه وکړه.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کښې د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره ملاقات کړی دی.
حقاني په دغې کتنې کښې په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې په دې تیرو دوو کلونو کښې امنیت ښه شوی دی، د ملګرو ملتو په غونډو کښې د دغې ډلې د استازي د ګډون غوښتنه وکړه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په دغه کتنه کښې ویلي دي: «افغانستان کښې امنیت ډیر ښه شوی دی او له لرو سیمو نه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی او مرستې دې جاري وساتلې شي».
په دغې کتنې کښې سراج الدین حقاني د افغانستان له اړمنو خلکو سره د ملګرو ملتو د انساني مرستو د دوام قدرونه وکړه.
دا په داسې حال کښې دي چې قدرت ته د طالبانو له رسیدو وروسته ملګرو ملتو ویلي وو چې په رسمیت د دغې ډلې د نه پیژندل کیدو په وجه یې د افغانستان چوکۍ د تیر حکومت د ډیپلماټانو په واک کښې پریښې ده.
طالبانو په قطر کښې د خپل سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په ملګرو ملتو کښې د دغې ډلې د دائمي استازي په توګه معرفي کړی خو تراوسه نه دی منل شوی.