نری رنځ هر کال د ۱۲ زرو افغانانو ژوند اخلي
(last modified Tue, 23 May 2023 09:39:17 GMT )
May 23, 2023 14:09 Asia/Kabul
  • نری رنځ هر کال د ۱۲ زرو افغانانو ژوند اخلي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د نري رنځ ناروغي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې په تېر زېږدیز کال کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر دې ناروغي اخته شوي او له ډلې یې ۱۲ زرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د نري رنځ ناروغي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې په تېر زېږدیز کال کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر دې ناروغي اخته شوي او له ډلې یې ۱۲ زرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي وايي چې د تېر زېږدیز کال پر مهال په بېلابېلو روغتونونو کې له ۵۰ زرو د ډېرو افغانانو درملنه شوې ده. هغه د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ وايي، هر کال په هېواد کې له ۷۰ زرو ډېر افغانان پر نري رنځ اخته کېږي چې له ډلې یې ۱۲ زره هغه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولان په هېواد کې د نري رنځ ناروغي پر مهارولو ټینګار کوي او زیاتوي چې دغه سازمان به د افغانستان د روغتیا برخې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی اخترمحمد وايي: «د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې په هېواد کې د نري رنځ ناروغي مهار شي او دغه راز به په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو په ډېرولو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو د شمېرو پر بنسټ، تېر کال په ټول هېواد کې د نري رنځ ناروغي د تشخیص او درملنې ۸۷۷ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او ډېری یې په لرې پرتو سیمو کې دي.

د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د تېر زېږدیز کال پر مهال په ټوله نړۍ کې له لس میلیونه ډېر کسان پر نري رنځ اخته شوي دي.