د افغانستان د روغتیا د برخې په مدیریت باندې د سیګار نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133640-د_افغانستان_د_روغتیا_د_برخې_په_مدیریت_باندې_د_سیګار_نیوکه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې ځانګړې څارونکې ادارې«سیګار» په تیرو شلو کالو کښې د دغه هیواد د روغتیا سیسټم به مدیریت باندې په نیوکه کوني رپورټ کښې، دا برخه ناکارآمده وبلله
(last modified 2023-05-29T22:52:54+00:00 )
May 30, 2023 03:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان د روغتیا د برخې په مدیریت باندې د سیګار نیوکه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې ځانګړې څارونکې ادارې«سیګار» په تیرو شلو کالو کښې د دغه هیواد د روغتیا سیسټم به مدیریت باندې په نیوکه کوني رپورټ کښې، دا برخه ناکارآمده وبلله

د سیګار د رپورټ په یوه برخه کښې راغلي دي: په تیرو شلو کلونو کښې د افغانستان د روغتیايي برخې د حالت د شه کولو په موخه څه باندې ۱.۴ میلیارډه ډالر مرسته شوې ده خو دغو پانګونو د افغانستان د خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلې.

سیګار دغه رپورټ په داسې حال کښې خپور کړ چې په افغانستان کښې د طالبانو د دیره حکومت له خوا د دغې ادارې ټول رپورټونه په کراتو رد شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د احصائیو له مخې، په افغانستان کښې ۱۷ میلیونه او ۶ لاکه کسان طبي او صحي خدماتو ته اړتیا لري او د دغو خدماتو لپاره لږترلږه ۱۸۸ میلیون ډالر پکار دي.