د نړیوال بانک د راپور په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر د نړیوال بانک د راپور په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې خپاره شوي حقایق او مسایل له نړیوال بانک څخه د افغانستان د اقتصادي ودې څرګند انځور دی.
په دغه راپور کې راغلي چې د روان کال په مارچ میاشت کې د مالي پړسوپ کچه ۱.۹۴ فیصده را ټیټه شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې مالي پړسوب ۱۸،۳ فیصده وو.
په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثابت پاتې شوی.
د نړیوال بانک په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو تولید زیات شوی او له بانکونو څخه د پیسو اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شوي.
د طالبانو سرپرست حکومت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې د افغانستان روښانه انځور وړاندې کړي او د بېکارۍ او فقر د کمولو په موخه د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.