پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې ۲۵۰ افغانان نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134100-پاکستان_کې_په_تېرو_څو_ورځو_کې_۲۵۰_افغانان_نیول_شوي
‏په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې په اسلام آباد، راولپینډۍ او شاوخوا سیمو کې لا هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده.
(last modified 2023-06-08T03:42:16+00:00 )
Jun 08, 2023 08:10 Asia/Kabul

‏په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې په اسلام آباد، راولپینډۍ او شاوخوا سیمو کې لا هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده.

پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې ۲۵۰ افغانان نیول شوي

‏په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې په اسلام آباد، راولپینډۍ او شاوخوا سیمو کې لا هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده.

د سفارت چارواکو ويلي چې په دې اړه د افغانستان د سفارت یو پلاوي یوځل بیا د اسلام آباد له امنیتي مسئولینو سره دغه ستونزه له نژدې مطرح کړې ده.

د سفارت په وينا په تېرو څو ورځو کې نژدې ۲۵۰ تنه افغانان د اسلام آباد د تروریزم ضد ادارې او یو شمیر نورو امنيتي ادارو لخوا نیول شوي دي چې په کې ګڼ شمېر پاسپورټ لرونکي افغانان هم شامل دي.

په ‌کراچۍ ښار کې افغان جنرال قونسل مولوي عبدالجبار تخاري وايي سفارت هڅه کوي چې د نیول شوي افغانانو برخلیک معلوم او ژر تر ژره خوشې کړي.

تخاري د پاکستان له حکومت غواړي ترڅو د افغان مهاجرینو د زورونې او نیولو لړۍ چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه لري، ودروي.

د يادونې وړ ده چې ‏د‌ تېرې سې شنبې په ورځ د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان بندیان خوشې کړل.

په پاکستان کې ميشت افغانان هم وايي، د دوی په کورونو او کاروبار ځایونو پولیس چاپې وهي، خو پاکستاني پولیس بيا ادعا کوي چې دوی یواځې بې اسناده افغانان نیسي او خپل هېواد ته يې لېږدوي.